هند: موږکانو زرګونه لیټره شراب څښلي دي.

د هند بهار ایالت کې پولیس وايي، موږکانو زرګونه لیټره شراب څښلي دي.
تېر کال له هغه وروسته چې نتیش کومار د بهار ایالت د علی وزیر په توګه دنده سمبال کړه، پر الکولي مشروباتو یې بندیز ولګاوه.
هدف دا و چې له دې سره په ایالت کې تاوتریخوالی، ځورونې او بې وزلي کمه کړای سي.
په تېر یوه کال کې پولیسو د ایالت په بېلا بیلو برخو کې چاپې ووهلې او نژدي یو ملیون لیتره الکولي مشروبات او له ۴۰ زره ډېر کسان یې په خپلو دوکانونو او کورونو کې په غیرقانوني توګه د الکولي مشروباتو د ساتنې په تور ونیول.
نیول شوي الکولي مشروبات د پولیسو په ګودامونو کې ساتل کېدل او په ځینو سیمو کې ورته زېرمتونونه په کرایه نیول سوي دي، خو د دې مشروباتو ډېره برخه اوس نسته.
د ولیسو ځینې افسرانو ویلي، دوی موږکان لیدلي چې الکولي مشروبات یې څښل.
د ځايي پولیسو مشر اوس د موږکانو له منځه وړلو او په دې هکله چې الکولي مشروبات څه شول، د یوې څیړنې امر کړی دی.
بل لور ته د پولیسو افسرانو طبي معاینات هم له دې کبله کېږي، چې دوی شراب و نه څښي.
چارواکي وايي، که معلومه سي چې کوم افسر شراب څښلي، نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکوي، بلکې محاکمه کېږي به هم په بهار ایالت کې د قانون له مخې هر هغه څوک چې د الکولي مشروباتو د څښلو او یا پلورلو پر مهال ونیول سي په ۱۰ کاله بند محکومېږي.
سکون راډیو