د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ازبیکستان او قزاقستان ته ځي

Dec 11, 2021 - 10:15
Dec 11, 2021 - 10:23
 9
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ازبیکستان او قزاقستان ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ازبیکستان او قزاقستان ته خپل پنځه ورځنۍ سفر نن د لیندۍ په۲۰مه نېټه پیلوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دوه اړخیزو خبرو کې به، د سیمه ییز امنیت، بشري حقونو او سوداګرۍ پر اړوندو مسایلو خبرې وسي.

د دې سفر په ترڅ کې به د ستراتیژیک مشارکت د پراختیا د ډیالوګ تر سرلیک لاندې د امریکا او ازبیکستان د جګ پوړو چارواکو غونډه هم جوړه سي.

له دې مخکې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندېز او پنځو ډموکرات سناتورانو، د ولسمشر جو بایډن ادارې ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې له ازبیکستان سره په خبرو کې، د دې هېواد پر چارواکو د بشري حقونو په مسئله کې فشار راوړي.