پاکستان وايي، تل د لویدیځو هېوادونو د غوښتنو پر ضد له افغانستان سره درېدلي یو، مګر افغانستان زموږ په ضد وسله راپورته کړې.

Dec 16, 2022 - 13:03
 7
پاکستان وايي، تل د لویدیځو هېوادونو د غوښتنو پر ضد له افغانستان سره درېدلي یو، مګر افغانستان زموږ په ضد وسله راپورته کړې.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر فاروق ایچ نایک په کابل کې د د دغه هېواد پر سفير د بريد په اړه دا څرګندونې د دې کمیسیون په یوه غونډه کې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اسد مجید په کابل کې د پاکستان پر سفیر د برید په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه وویل چې پر سفیر ۱۰۰ مرمۍ فیر سوې وې، چې هغه په معجزانه توګه ترې خوندي ووت، خو پر ساتونکي دوه مرمۍ لګېدلې وې چې په چورلکه کې پېښور ته ولېږدول سو.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر فاروق ایچ زیاته کړې چې پاکستان د لویدیځو هېوادونو د غوښتنو پر ضد له افغانستان سره درېدلی، پاکستان اوس باید پخپله تګلاره کې بدلون راولي.
سکون راډیو