ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان په ګډون ۱۹ هېوادونو ته بېړنۍ مرسته اعلان کړه

Feb 19, 2023 - 19:12
 3
ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان په ګډون ۱۹ هېوادونو ته بېړنۍ مرسته اعلان کړه

په نړۍ کې د بې وزلۍ کچې له لوړېدو سره ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو له نړیوال صندوقه قحطۍ ځپلو هېوادونو ته د لومړي ځل لپاره تر ټولو ډېرې پيسې ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتوني ګوتېرېش له دې اعلان سره ویلي " نن زه د ملګرو ملتونو د بیړنۍ مرستو له صندوقه تر دې دمه تر ټولو د ډېرو مرستو ٰ۲۵۰مېلیونه ډالرو' اعلان کوم چې له قحطۍ سره مبارزه وکړي او بېړنیو حالاتو ته رسیدنه وسي."

ملګرو ملتونو په یوه خپره سوې خبرپاڼه کې ویلي، دا اندازه پیسې د افغانستان، پاکستان، یمن، سومالیا، جنوبي سوډان، کېنیا او لبنان په ګډون ۱۹هېوادونو ته ځانګړي سوي.

په خبرپاڼه کې د هر هېواد اندازه نه ده ټاکل سوې، خو ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې بیا بیا د افغانستان په وضعیت اندېښنه ښودلې.

دې بنسټ له دې وړاندې ویلي، چې دا وخت په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه د اندېښنې وړ لوړه سوې او د دغه هېواد شاوخوا ۲۸ مېلیونه وګړي لاسنیوي ته اړتیا لري.

په پاکستان کې هم اقتصادي ستونزو، سیاسي ناندریو او وروستیو سیلابونو د عامو خلکو ژوند سخت ځپلی او له همدې کبله به له دې اعلان سوې بیړنۍ مرستې یوه اندازه پیسې هغه هېواد ته هم ورکړل سي.

پاکستان

پاکستان کې سیلاب ځپلي کورنۍ

ملګرو ملتونو ویلي، له اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ، اقتصادي ټکانونو او تاوتریخجنو جګړو سره هممهاله که دغو بشري اړتیاو ته رسېدنه و نه شي د ستر ناورین لامل کېږي.

د دغې سازمان مشر انتوني ګوتېرېش ویلي "په نړیواله کچه دا مهال ۳۳۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا اندازه د تېر کال پرتله ۲۵ سلنه لوړه ده."

د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر بنسټ دوی تېر ۲۰۲۲م کال ۱۶۰ میلیونه خلکو ته مرستې رسولي او په وینا یې سږ کال چې د اړمنو کسانو شمېر ډېر سوی ملګري ملتونه ۵۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو اټکل کوي چې له نیمایې یو څه ډېرې به راټولې کړای سي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټن ګرېفټس ویلي" اعلان سوې پیسې به مخکې له دې چې سخته قحطي راسي یا کوم ناورین رامنځته سي په مناسبو ځایونو ولګول سي"

هغه همدا راز له ټولو مرسته کوونکو مننه کړې چې د بیړنۍ مرستې له صندوق سره یې پر وخت مرسته کړې.

سکون راډیو