امریکا: روسیې په اوکرایین کې د بشر ضد جنایتونه کړي دي

Feb 19, 2023 - 19:20
 7
امریکا: روسیې په اوکرایین کې د بشر ضد جنایتونه کړي دي

د امریکا ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ویلي، امریکا په رسمي ډول ثابته کړې چې روسیې په اوکرایین کې جنګي جنایتونه کړي دي.

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د وینا پر مهال آغلې هریس روسیه تورنه کړه، چې پر اوکرایین د یرغل راهیسې یې د "وژنې، ربړونې، شړلو او جنسي تیري ناوړه کړنې" ترسره کړې دي.

امریکا کې د مسکو سفیر دا ادعا رد کړې او مېرمن هریس یې د "روسیې پر ضد پر شیطانت" تورن کړې ده.

په دغه غونډه کې د نړۍ مشرانو د اوکرایین د اوږدمهالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سونک وویل "اوس د دې وخت دی چې نظامي ملاتړ څو برابره زیات سي."

ښاغلي سونک استدلال وکړ چې لویدیځ متحدین باید د اوکرایین د راتلونکي امنیت لپاره پلانونه او همدا رنګه د ځان د دفاع لپاره د وسلو لېږد له همدا اوس پیل کړي.

په جرمني کې دا غونډه داسې حال کې جوړېږي چې د فبرورۍ په ۲۴تمه پر اوکرایین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.

اغلې هریس ویلی چې، اوکرایین کې د روسیې ادعا شویو جرمونو عاملین باید د خپلو کړنو په اړه وپوښتل سي.

نوموړې وویل: "د دوی کړنې زمونږ پر ګډو ارزښتونو او زمونږ پر انسانیت برید دی."

ملګري ملتونه د بشر ضد جنایت پر ځانګړو ملکي وګړو د "پراخ یا سیستماتیک برید" په توګه پېژني.

Sunak and Harris
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سونک او د امریکا ولسمشر مرستیالې کاملا هریس

مسکو په مکرر ډول پر اوکرایین د یرغل پر مهال د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي.

امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل، د ولسمشر مرستیالې دا ادعاوې "په هایبرېد یا ترکیبي جګړه کې د روسیې توهینول او پړه را ایستل دي."

هغه کیېف ته د امریکا د وسلو لېږد ته په اشارې زیاته کړې، چې اوس هڅه کوي اوکرایین کړکېچ ته د لمن وهلو لپاره د توجېح لار ولټوي.

خو اوس آغلې هرېس ټینګار کوي چې "اوکرایین کې د روسیې د کړنو په اړه مونږ شواهد څېړلي، مونږ په قانوني معیارونو پوهېږو او هېڅ شک نشته چې دا د بشر ضد جنایتونه دي."

نوموړې په اوکرایین کې له برید ورسته له بوجا سلګونه جسدونو را ایستل او ماریوپول کې پر تیاتر برید په ګډون د جګړې په جریات کې ترسره سوي "وحشي او غیر انساني" ظلمونو ته په اشاره وکړه.

کاملا هرېس وویل: "راځئ چې ټول د پېژندل سویو او نا پېژندل سویو قربانبانو په استازیتوب هوکړه وکړو چې باید عدالت پلي سي."

د بشر ضد جنایتونه د جرمونو په نړیواله محکمه (آی سي سي) کې محاکمه کېږي.

اوکرایین

خو آی سي سي د شکمنو کسانو د نیولو واک نه لري او یوازې په هغه هېوادونو کې خپل مسولیت ترسره کولی سي چې د محکمې د جوړولو هوکړه یې لاسلیک کړي وي.

روسیه د دغه تړون لاسلیک کوونکې نه ده نو دا شونې نه ده چې کوم شکمن کس دې ور وسپارل سي.

په مونیخ کې دغه درې ورځنۍ غونډه به د کیېف لپاره د لویدیځ د ملاتړ یوه لویه ازموینه وي ځکه چې د جګړې دواړه خواوې د پسرلنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا ووویل، مسکو "د نسل وژنې جګړه" پیل کړې ځکه چې فکر نه کوي "اوکراینیان د یوه خپلواکه هېواد په توګه د اوسېدو حق لري."

پر اوکرایین د روسیې د برید په پایله کې لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستل سوي دي.

سکون راډیو