د پاکستان مرکزي بانک بهرنیو اسعارو زېرمه د شپږ اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ریکارډ کچې ته ټیټه سوې

Dec 9, 2022 - 11:48
Dec 9, 2022 - 11:52
 5
د پاکستان مرکزي بانک بهرنیو اسعارو زېرمه د شپږ اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ریکارډ کچې ته ټیټه سوې

د پاکستان مرکزي بانک کې د بهرنیو اسعارو زېرمه کې له ۷۸۴ میلیونه ډالره کموالي وروسته اوس دا زېرمه شپږ میلیارده او ۲۷۲ میلیونو ډالرو ته ټیټه سوې ده.

د بهرنیو اسعارو د زیرمې اوسنۍ کچه په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي. د یادونې ده، چې د بهرنیو اسعارو زېرمې زیاتولو په تېر اپریل میاشت کې د محمد شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت د اجنډا په سر کې ځای درلود.

خو شمېرې ښيي چې له هغه راهیسې د پاکستان مرکزي بانک دې زېرمه کې د نژدې څلور میلیارد ډالرو کموالی راغلی دی، چې هغه مهال ۱۰ میلیارده ۹۰۰ میلیونه ډالر وو.

بل لور د پاکستان مرکزي بانک مشر جمیل احمد وايي، له معمول سره سم به لګښتونو ته پیسې ورکړي او په وینا یې تمه ده، چې د روان کال په دویمه نیمايي کې به د بهرنیو اسعارو زېرمې هم زیاتې سي.