د فوټبال نړيوال جام؛ نن د اتو غوره لوبډلو پړاو پيلېږي

Dec 9, 2022 - 11:57
 6
د فوټبال نړيوال جام؛ نن د اتو غوره لوبډلو پړاو پيلېږي

ټاکل سوې ده چې نن جمعه به د قطر په دوو لوبغالو کې د فوټبال نړیوال جام د کوارټر فاینل دوه لوبې ترسره سي.

د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې به په لومړۍ لوبه کې کرویشیا له برازیل سره ولوبېږي او د شپې یولس نیمې بجې به دویمه لوبه د هالنډ او ارجنټاین ترمنځ وي.

د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه به د کوارټرفاینل پړاو درېیمه سيالي د مراکش او پرتګال ترمنځ وي او په څلورمه لوبه کې به انګلستان له فرانسې سره ولوبېږي.

د فوټبال د څارونکو په وینا د دې پړاو تر ټولو په زړه پورې سيالي به هم د انګلستان او فرانسې ترمنځ وي.

د شپاړلس غوره لوبډلو په مرحله کې هالنډ له امریکا، ارجنټاین له اسټرالیا، فرانسې له پولنډ، انګلستان له سنګیال، کرویشیا له جاپان، برازیل له سویلي کوریا، مراکو له هسپانيې او پرتګال له سویس خپلې لوبې ګټلې وې.

د یادونې ده چې نیمه پايلوبې به د ډسمبر میاشتې په دیارلسمه او څوارلسمه نېټه پيل سي او د پایلوبې لپاره د همدې میاشتې اتلسمه نېټه ټاکل سوې ده.