کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامل شو

کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامله سوه، او وګړي به یې له پاسپورټ پرته د دې حوزې غړو هېوادونو ته سفر وکړای سي.
چک جمهوریت جې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي، پرون په ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه اقدام د ۲۰۲۳م کال له جنورې میاشتې د تطبیق وړ دی.
دا پرېکړه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کورنیو او عدلیې وزیرانو تر کتنې وروسته وسوه.
دغه موقف ته د بلغاریا او رومانیا کاندیداتوري ونه منل سوه.
تر دې مخکې په راپورونو کې ویل سوي وو، چې د رومانیا له کاندیداتورۍ سره اتریش مخالفت لري او د بلغاریا په وړاندې بیا هالنډ خنډ جوړ کړی دی.
په شېنګن حوزه کې ۲۶ هېوادونه شامل دي، چې ۲۲ یې د اروپايي ټولنې غړي دي، تر څنګ یې ایسلنډ، لیختن¬شټاین، ناروې او سویس هم په کې راځي.