اوکراييني چارواکي: پوځ مو په خارکیف کې د روسیې پولې ته رسېدلی

May 16, 2022 - 20:15
 9
اوکراييني چارواکي: پوځ مو په خارکیف کې د روسیې پولې ته رسېدلی

له اوکرايينه رپوټونه وايي چې د دغه هېواد ځواکونه د خارکیف ښار په جګړه کې د روسیې پولې ته رسېدلي دي. د اوکرايين دفاع وزارت یوه ویډيو خپره کړې چې پکې ښکاري د یوې ځمکنۍ لوا ځينې سرتیري یې په یوه نامالوم ځای کې د پولې په اوږدو کې ولاړ دي.

د خارکیف والي اولې سینګابوف ویلي، "موږ پر خپلو سرتېرو ویاړو چې د پولې نښه یې پخپلو دولتي حدودو باندې بېرته ځای پر ځای کړه".

ښاغلي سینګابوف همدا راز ویلي، "موږ له هغو ټولو مننه کوو چې له روسیې د خپلواکۍ اخیستلو لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړ".

د جګړې د مطالعې یوه فکري بنسټ د رپوټ له مخې روسیې له نېول شویو دونیڅک، لوهانسک او خارکيف سیمو خپل پوځي ټولي بېرته ورټول او اکمال کړي دي چې، "روسیې سره د شته زېرمو د کمښت او نشتوالي ښکارندويي کوي".

اوکراييني ځواکونو په دې وروستیو کې د دغه هېواد د شمال ختیځ سیمې بېرته له روسانو نېولې دي.

روسي پوځیان اوس د اوکرايين په جنوب دونباس کې پر جګړې بوخت دي.