روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پرېکړه لیک ویټو کړ

Dec 14, 2021 - 15:54
 4
روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرون (د لېندۍ ۲۲مه) ورځې هغه پرېکړه لیک ویټو کړ چې اقلیمي بدلون یې په رسمي ډول د نړۍ له امنیت سره تاړه.

دا پرېکړه لیک د نایجر او ایرلنډ له خوا وړاندیز شوی و او په کې له امنیت شورا غوښتل شوي چې د اقلیمي بدلون منفي اغېزې و ارزوي.

د امنیت شورا د ۱۵ غړیو له ډلې ۱۲ هغو دغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.

هند له دې پرېکړه لیک سره مخالفت وښود، چین له رایې ورکولو ډډه وکړه، خو روسیې چې د ویټو حق لري، دا پرېکړه لیک رد کړ.