بایډن کینټاکي ته ځي څو د بوړبوکیو له امله اوښتي زیانونه وارزوي
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چهارشنبه کینټاکي ته ځي څو د بوړبوکیو له امله اوښتي زیانونه وارزوي.
تېره اوونۍ کې پيل شوېو بوړبوکیو او تُندبادونو د امریکا متحده ایالاتونو منځني غربي ایالاتونه سخت زیانمن کړي او په کینټاکي کې یې د پام وړ کسان مړه او مالي تاوانونه یې رسولي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر بایډن فورټز کمپبیل ښار کې د چټک غبرګون د عملیاتو په اړه معلومات ورکوي او بیا دوسن سپرنیګز ښارګوټي ته د زیانونو د ارزونې لپاره ورځي.
د کینټاکي والي اندي بېشیر دوشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه ۶۴ کسان بوړبوکیو او تُندبادونو وژلي دي.
دمګړۍ د کینټاکي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښاریان ممکن سږ ژمی ډېر وخت له مرکز ګرمیو، اوبو او برېښنا پرته پاتې سي.
چارواکو زیاته کړې چې د برېښنا د شبکې د ترمیم او د هغو کسانو د سرپناه لپاره هڅې کېږي چې کورونه یې وران سوي دي.