د پاکستان پوځ: د افغانستان پولې ته نږدې برید کې مو يو سرتېری ووژل سو

Dec 28, 2021 - 16:15
 4
د پاکستان پوځ: د افغانستان پولې ته نږدې برید کې مو يو سرتېری ووژل سو

د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته نږدې په یوه قبایلي سیمه کې پر یوې پوځي پوستې د سخت‌دریځو وسله‌والو په برید کې د یوه سرتېري د وژلو خبره کوي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې دا پېښه پرون دوشنبې د شمالي وزیرستان په شیوا ولسوالۍ کې رامنځته سوې.

پوځ ویلي یو سرتېری یې د سختو نښتو په نتیجه کې وژل سوی او په حمله کوونکو پسې یې سیمه پلټلې ده.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی، خو د تحریک طالبان پاکستان له هغې وروسته چې له حکومت سره‌یې د سولې خبرو نتیجه ورنه‌کړه، د پاکستان پر پوځ او پولیسو بریدونه بیا زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې چې له لسیزو راهیسې د سخت‌دریځو وسله‌والو یو پیاوړی مرکز ګڼل کېږي، په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر له خونړۍ حملې وروسته چې له ۱۵۰ زیات کسان په‌کې ووژل سول، د سخت‌دریځو وسله‌والو پر ضد پراخ عملیات ترسره کړل.