د جرمني پوليس: سږ کال ۱۱ زره ناقانونه کډوال یوازې د پولنډ پر سرحد راوښتي

Dec 28, 2021 - 19:11
 13
د جرمني پوليس: سږ کال ۱۱ زره ناقانونه کډوال یوازې د پولنډ پر سرحد راوښتي

د جرمني پولیس وایي، سږ کال ۱۱ زره ناقانونه کډوال یوازې د پولنډ پر سرحد دغه هېواد ته وراوښتي دي.

اروپایي ټولنه وایي، د بلاروس رژیم له خپلې خاورې په استفادې دغو کډوالو ته د اروپا د تګ زمینه برابره کړې ده.

دغو کډوالو کې چې د پولنډ له پولې اروپا ته اوړي، د منځنۍ ختیځ، افریقا او افغانستان اتباع شامل دي.

د جرمني پولیسو پرون دوشنبه یوه خبرپاڼه کې وویل، د دغو کډوالو شمېر اوس کم سوی.

د دوی د معلوماتو له مخې روانه ډسمبر میاشت کې یوازې ۴۷۰ تنه له دې لارې ورغلي، حال دا چې اکټوبر او نومبر میاشتو کې دا شمېر ۸ زره و.

د بلاروس له لارې اروپا ته د کډوالو د کموالي لامل د بلاروس په تګلاره کې بدلون ښودل سوی، هغه بدلون چې د اروپایي ټولنې تر پنځم پړاو بندیزونو وروسته رامنځته سوی دی.