لوکاشینکا د خپل واک د دوام په هدف د بلاروس اساسي قانون د بدلون طرحه خپره کړه

Dec 28, 2021 - 19:07
Dec 28, 2021 - 19:08
 7
لوکاشینکا د خپل واک د دوام په هدف د بلاروس اساسي قانون د بدلون طرحه خپره کړه

د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا په اساسي قانون کې د داسې بدلونونو طرحه خپره کړې چې له مخې یې دی تر ۲۰۳۵ کال پورې واک کې پاته کېدای سي.

لوکاشینکا ویلي چې د اساسي قانون د تعدیلاتو دا طرحه به د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې ټولپوښتنې یا ریفرانډم ته وړاندې کړي.

دا طرحه پرون د ډسمبر په ۲۷مه د بلاروس د دولتي خبري اژانس بیلتا له‌خوا راپور او د ولسمشرۍ پر وېب‌پاڼه هم خپره سوه.

لوکاشینکا داسې مهال په اساسي قانون کې د بدلون هڅه کوي چې دغه هېواد کې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ میاشتې ټاکنو لانجه لا هواره سوې نه‌ده.

نوموړي ځان په دغو ټاکنو کې د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان کړی دی، خو سیاسي مخالفان‌یې ټاکنې ردوي او له درغلیو ډکې یې بولي.