کابل کې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل

Dec 28, 2021 - 19:03
 10
کابل کې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل

په کابل کې نن یوې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه نن مازدیګر د څلورمې حوزې اړوند ګل سرخ څلور لارې سره سوې.

د وزارت مرستیال ویاند عاقل جان عزام رسنیو ته ویلي، ماین په یوه ګلدان کې ایښودل سوی و.

دا ماین داسې مهال چاودلی چې د طالبانو یو موټر له سیمې تېرېده.

سملاسي یې کومې ډلې مسؤلیت نه‌دی منلی، خو طالبانو له دې وړاندې دا ډول چاودنې داعش ډلې ته منسوبې کړې دي.