امریکا ۵ ډلې د بهرنیو ترهګرو د تور لیست څخه باسي

May 16, 2022 - 13:23
 9
امریکا ۵ ډلې د بهرنیو ترهګرو د تور لیست څخه باسي

ټاکل شوې متحده ایالات پنځه سخت دریځه ډلې چې ګمان کیږي ټول یې غیر فعالې دي، د بهرنیو ترهګرو ډلو د تور لیست څخه وباسي.

دا ډلې چې یو وخت جدي ګواښ بلل کیدلې په آسیا، اروپا او منځني ختیځ کې یې سلګونه کسان وژلي دي.

سره لدې چې دا ډلې اوس غیر فعالې دي خو پخپله د جمهور رئیس جو بایډن او هغو هیوادونو ته چې دا ډلې پکې پخوا فعالې وې، په سیاسي لحاظ یوه حساسه موضوع ده.

د متحده ایالاتو د حکومت پدې پریکړې ښایي همدارنګه د هغو کسانو د کورنیو غړي انتقاد وکړي چې خپل خپلوان یې همدې ترهګرو ډلو وژلي دي او لا یې هم غم ندی هیر شوی.

دا بهرنۍ ترهګرې ډلې چې ټاکل شوې متحده ایالات یې د تور لیست څخه نومونه وباسي د هسپانیې په شمال او فرانسې جنوب لویدیځ کې بیلتون غوښتونکې ډله باسک، د یهودانو سخت دریځه ډله کاهان کاچ، د جاپان د اوم شینریکو ډله او دوه اسلامي ترهګرې ډلې دي چې په مصر او فلسطین کې یې فعالیت درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام په هکله کانګریس ته خبر ورکړی او پداسې یو وخت کې کیږي چې په واشنګټن کې دا بحثونه ډیر شوي چې آیا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه کیدی شي د متحده ایالاتو د بهرنیو ترهګرو د تور لیست څخه وایستل شي که نه.

دا بحثونه د ایران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې اتومي موافقې د ژغورلو د هڅو یوه برخه بلل کیږي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نوم د بهرنیو ترهګرو په لست کې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اضافه کړ او د جمعې په ورځ چې کوم خبر کانګریس ته د بهرنیو چارو وزارت ورکړی، د دې ځواکونو نوم پکې ندی شامل.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر انټوني بلنکین هغه خبرتیاوې چې کانګریس ته به واستول شوي لاسلیک کړي او د اې پي خبري اژانس یې کاپیانې تر لاسه کړي.

د دې ډلو د نومونو د ایستلو لپاره تقریباً ټول یو شان دلایل ویل شوي او هغه دا چې چې ښاغلي بلنیکن ویلي د یوې ارزیابۍ پر اساس شویدي چې د قانون له مخې یې دا وزارت باید په هرو پنځو کالونو کې وکړي.