د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ کابل کې پر اوربند توافق سوی

May 18, 2022 - 18:12
 5
د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ کابل کې پر اوربند توافق سوی

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، کابل کې د پاکستاني ط البانو او پوځ ترمنځ د مذاکراتو کوربه‌توب يې کړی.

‏نوموړي ويلي، د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وسو.

دغه راز م جاهد وايي، د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه سي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.