د روسیې پوځي چارواکي ویلي چې د اوکراین پر هوایي اډو یې بریدونه کړي

Feb 24, 2022 - 18:29
 4
د روسیې پوځي چارواکي ویلي چې د اوکراین پر هوایي اډو یې بریدونه کړي

د روسیې پوځي چارواکو ویلي چې د اوکراین پر هوایي اډو او پوځي تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.

لویدیځو اژانسونو د روسي چارواکو په وینا د دوی هدف همدا پوځي سیمې دي او د ملکیانو د اوسیدو پر ځایونو یې بریدونه نه دي کړي.

دا بریدونه څو ساعته وروسته تر دې پيل سول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې "ځانګړي پوځي عملیات" اعلان کړل.

د روسیې دا حملې سملاسي له پراخو غبرګونونو سره مخامخ سوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دغه هېواد کې بېړنی پوځي حالت اعلان کړی او د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې پر ټیلیفون خبرې کړي دي.