کندوز او تخار کې ۸ واکسیناتوران وژل سوي

Feb 24, 2022 - 18:22
 7
کندوز او تخار کې ۸ واکسیناتوران وژل سوي

د افغانستان له شمال ختیځه رپوټونه وايي په تخار او کندوز ولایتونو کې ناپېژانده وسله والو په څلورو جلا بریدونو کې اته روغتیايي کارکونکي او واکسیناتوران وژلي دي.

په وژل سویو کسانو کې یوه ښځینه واکسناتوره ده.

ملګرو ملتونو په یوه وینا پاڼه کې دا دردناکه پېښه بللې او وايي یو روغتیايي کارکونکی په تالقان، دوه واکسناتوران د کندوز په ولایتي مرکز او دوه نور ددغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په ډزو وژل سوي.

تراوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه ده اخستی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیال ډاکتر رمیز الاکباروف په یوه ټویټر پیغام کې دغه بریدونه له نړیوال قانونه سرغړونه بللې او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه یې په سخته غندي.

په تېر کې هم د پولیو واکسینو اړونده کار کوونکي په نښه سوي خو په دې وروستیو کې اسلامي امارت ویلي چې په ټول هېواد کې یې د واکسین لګوونکو او نورو روغتیايي کارکونکو د ژوند خوندیتوب ته پام ډېر کړی او هېڅ ځای امنیتي ننګونې نه لیدل کېږي.

افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین سراسري کمپاین د تېر کال نومبر کې پیل سو.

دا دغه کمپاین له پیل راهیسې پر واکسیناتوران لومړی برید دی.

۲۰۲۱ کال کې هم د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاینرانو بریدونه شوي او ۹ کسان پکې وژل سوي وو.

پر روغتیايي کارکوونکو وروستی برید د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې سوی و چې د اسلامي دولت "داعش" ډلې یې مسوولیت منلی و.