ملګري ملتونه بانکي نظام سره مرستو ته دوام ورکوي

ملګري ملتونه به د افغانستان له بانکي نظام سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان بانک تېره ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بانک چارواکو په افغانستان کې د یوناما له ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره په کتنه کې دا او ورته نورو مسایلو باندې خبرې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د یوناما استازې ویلي، دوی د افغانستان له خلکو او په ځانګړي ډول بانکي نظام سره مرسته کولو ته تیار دي او تېرو شپږو میاشتو کې یې شااوخوا ۲ میلیارده ډالره مرسته په بشري او بانکي برخه کې کړې ده.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، اغلې لاینز ژمنه کړې چې د افغانستان بانکونو د عادي کولو لپاره به خپلې ژمنې عملي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لاهم خلک په بانکونو کې د ستونزو خبره کوي.