د سپین بولدک- چمن لار د مسافرو پر مخ وتړل سوه

Feb 24, 2022 - 21:11
 39
د سپین بولدک- چمن لار د مسافرو پر مخ وتړل سوه

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شخړه سوې چې له امله یې د سپین بولدک - چمن دروازه د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.

یوې سرچینې ازادي رادیو ته وویل ‏چې نن غرمه د کندهار د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني ملېشو یو افغان ماشوم وهلی ،وروسته طالب وسله والو پر پاکستاني پوځیانو ډزي کړي.

‏سرچینه وایې دامهال دروازه بنده ده او چاته د تګ راتګ اجازه نه سته.

اسلامي امارت د دوی او پاکستاني پوځیانو ترمنځ شخړه تائید کړې خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.