د ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۱۵۰ تنه سرتیري فارغ سوه.
د هلمند ولایت د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۱۵۰ تنه سرتیري له یو میاشتني نظامي او عقیدوي زده کړو څخه فارغ سوه.
د فراغت په یاد پروګرام کي د هلمند والي عبدالاحد (طالب) او د یاد ښوونیز مرکز قوماندان مولوي عبدالصمد (مبارک) ددې مرکز استادانو او کارکوونکو ، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري (راشد) ، د استخباراتو ریاست مسؤلینو، د حوزو مسؤلینو او د مرکز لښکرکاه او شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د هلمند والي سرتیرو ته سپارښتنه وکړه چي د ولس امنیت خوندي کړئ او هغه کسان که امرین وي یا عام وګړي چي د شریعت خلاف عمل کوي، د خلګو د ازار سبب کیږي مخه یې ونیسئ او همداراز یې زیاته کړه چي د تلاشۍ پر مهال د خلګو د عزت خیال ساتۍ خلګو ته تکلیف مه ورکوئ، د لویي او تکبر څخه ځان وساتۍ او ترټولو مخکي شریعي قوانین لومړی پر خپل ځان عملي کړئ.
یاده دې وي چي وروستیو څو میاشتو کې هلمند کې زیات شمیر سرتیري له نظامي زده کړو وروسته فارغ سوي.