د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري ښاریانو ته د حساب ورکووني غونډه ترسره سوه.

د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري ښاریانو ته د حساب ورکووني غونډه ترسره سوه.
د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري ښاریانو ته د حساب ورکووني غونډه ترسره سوه.

نن د هلمند ولایت د لښکرګاه ښاروالۍ ښاریانو ته د حساب ورکووني، د خپلو روانو پروژو او راتلونکي مالي کال د پلانونو په اړه د هلمند په سټار هوټل کي غونډه جوړه کړې وه.

په یاده غونډه کي د لښکرګاه ښاروالۍ د محترم ښاروال حاجي احمد سعید (انصاري) ترڅنګ د لښکرګاه ښاروالۍ اداري کارکوونکو، د ګذر وکیلانو، امرینو، مدیرانو، د ګڼو دولتي ادارو مسؤلینو او د ښار اوسېدونکو ګډون کړی وو.

 په یاده غونډه کې د مسولینو له لوري د صفایي محصول یا ښاري خدماتو د ټیکس په اړه معلومات وړاندي سوه،د یاد ټیکس په اړه مسولینو  د ښاریانو د پوښتنو په ځواب کي وویل چي په دغه راټولو سوو پیسو لښکرګاه ښاروالي ښاري خدمات وړاندي کوي، سړکونه جوړوي، په ښار کي څراغونه نصبوي، چرۍ جوړوی او د ښاري پرمختګ لپاره د ګڼو نورو کارونو د مصرف لپاره یې کاروي.

 همدارنګه مسولینو د لښکرګاه شاروالۍ د عوایدو په اړه معلومات وړاندي کړه او د تیر کال د بودجي د مصرف او سپما اړوند يې وضاحت ورکړ.

یاده دي وي چي بیلابیلي اداري د کال په پاي کې د خپلو فعالیتونو اړوند د حساب ورکوني ورته غونډي جوړوي.