هلمند کې د خبربالانو ملي ورځ د دغه ولایت د خبربالانو ټولنې له لوري ولمانځل سوه

د کب ۲۷چې د خبربالانو ملي ورځې ته ځانګړې شوې ده نن جعمه د هلمند ولایت د خبربالاتو خپلواکې ټولنې له لوري ولمانځل شوه چې په دغه لمانځغونډه کې د یاد ولایت د رسنیو استازو او خبربالانو او ګڼ شمېر شاعرانو کډون کړی و

Mar 18, 2022 - 17:24
Apr 2, 2022 - 15:06
 31
هلمند کې د خبربالانو ملي ورځ د دغه ولایت د خبربالانو ټولنې له لوري ولمانځل سوه

هلمند کې د خبربالانو ملي ورځ د دغه ولایت د خبربالانو ټولنې له لوري ولمانځل سوه

د کب ۲۷چې د خبربالانو ملي ورځې ته ځانګړې شوې ده نن جعمه د هلمند ولایت د خبربالاتو خپلواکې  ټولنې له لوري ولمانځل شوه چې په دغه لمانځغونډه کې د یاد ولایت د رسنیو استازو او خبربالانو او ګڼ شمېر شاعرانو  کډون کړی و

رسنۍ هغه وسیله ده چې یو پیغام په یو واحد وخت کې تر ډيرو خلکو پوري رسوي د دغه ولایت رسنیو استازو اوخبربالانو تل هڅه کړې چې مطبوعات په بې پرې او بې طرفه بڼه معلومات ټولنې ته وړاندې کړي د کب یا حود میاشتې ۲۷ورځ د خبریالانو ملي  ورځې ته ځانګړې شوې ده چې د دغه ورځې د لمانځنې په موخه نن جعمه د هلمند ولایت د خبریالانوخپلواکې ټولنې لخوا  د خبریالانو د ستاینې په پار مراسم نیول شوي و په یادو مراسمو کې  د دغه یولایت ګڼ شمېر ژورنالیستانو کډون کړی و  چې  د خبريالانو په ارزښت او دوي ته په پرتو ستونزو باندې بحث او خبرې وشوې د هلمند ولایت د خبریالانو د خپلواکې ټولنې استازي نعمت الله همت وویل دغه ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي چې د افغانستان ‌ډيری شمېر رسنۍ له اقتصادي بحران سره مخ شوي دي هغه وویل اطلاعاتو د لاس رسي په برخه کې د نوي حکومت  په راتګ سره د لومړیو وختونو په پرتله اوس اسانتیا رامنځته  شوې ده او په ډاډه زړه معلومات تر لاسه کولای شو

د سیمه ایزو رسنیو په استازیتوب حافظ احمد نصرت د خبریالانو ملي ورځ لمانځل مهم وکڼل او د دغه ورځې  د مبارکۍ تر څنګ یې  وویل په هلمند ولایت کې   رسنۍ له سخت اقتصادي حالت سره مخ شوې دي  چې کڼو رسنیو يې خپل فعالیتونه درولي او ډیری  شمير هلمندي  ژورنالیستان هم بې دندې شوي دي نوموړي د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه وکړه  چې د خبریالانو ستونزو ته د حل لارې په برخه کې خپلې هڅې کړندۍ کړي

په دغه لمانځغونډه کې ډیری خبریالانو د مبارکو تر څنګ له اقتصادي حالت نه سر ټکو او په دغه برخه کې د اسلامي امارت له حکومت څخه د ستونزو د حل لارو جدي پاملرنې غوښته کوله خو په  ورته وخت کې بیا شاعرانو خبریالان د شعر په ژبه وستایل او هغه د ټولنې رښتني اتلان وبلل

هلمند کي د کب ۲۷ مه د خبربالانو ملي ورځ داسي مهال لمانځل کیږي چي د ګوتو په شمیر محلي رسنۍ فعالیت لري او ډیرۍ یې د اقتصادي،مالي ستونزو له کبله خپل فعالیت درولي او ډیرۍ خبریالان بي دندي سوي دي.

دا چي د خبریالانو پر وړاندي پرتو ستونزو او هغوی ته به نوی حکومت کوم او څنګه فرصتونه برایر کړې هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړئ.

فرید الله خیال سکون راډیو هلمند