هلمند کې افغان ترک معارف ښوونیز مرکز په فعالیت پیل وکړ

Mar 11, 2022 - 18:38
Apr 2, 2022 - 12:06
 15
هلمند کې افغان ترک معارف ښوونیز مرکز په فعالیت پیل وکړ
هلمند کې افغان ترک معارف ښوونیز مرکز په فعالیت پیل وکړ

هلمند کې افغان ترک معارف ښوونیز مرکز په فعالیت پیل وکړ.

 پرون پنجشنبه هلمند کې د افغان ترک معارف ښوونیز مرکز د پرانیستي په پار غونډه رابلل سوې وه په یاده غونډه کې د افغان ترک بنسټ مسولینو ، د پوهنتون استادانو ، د ځوانانو امر او ګڼو نورو کسانو برخه اخیستې وه.

افغان ترک بنسټ چي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په علمي برخه کې خدمات وړاندي کوي تیره ورځ يې هلمند کې خپله څانګه پرانیسته چي د انګلیسی ژبي ، ترکي ژبي ، کانکور اماه ګي او د ترکيي هیواد پوهنتونونو ته د کانکور اماده ګي پکښي تدریسیږي.

افغانستان کې د افغان ترک معارف بنسټ ریس صالح ساغر وايي چي دوي او سمهال په افغانستان کې ۵۰۰۰ زده کوونکي لري او هره ورځ د یاد بنست په ښوونځیو کې ورته تدریس ترسره کیږي.

نوموړی وايي افغانستان سره د دوستۍ لپاره دوې دلته علمي مرکزونه جوړوي تر څو راتلونکي نسلونه د علم په ګاڼه سمبال کړي. همدارنګه نوموړي زیاته کړه چی دوی غواړي نړۍ ته په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان مثبت تصویر وښيي او علمي چاري لا پراخي کړي.

د هلمند ولایت د ځوانانو امر عبدالباري حنظله د افغان ترک معارف له رهبرۍ څخه لدې امله مننه وکړه چی په جګړه ځپلي هلمند کې يې دده په وینا یو نیک اقدام ترسره کړ.

نوموړي همداراز د یاد بنسټ له رهبرۍ وغوښتل تر څو هلمند کې لا هم خپل فعالیتونه پراخ کړي او دې ولایت کې د ښوونیز مرکز سره سره یوه شوونځۍ جوړه کړي.

د هلمند بوهنتون علمی معاون محمد نعیم دوست دوینا پر مهال به افغانستان کې د ترکيي هیواد د بیلابیلو فعالیتونه یادونه وکړه او ويې ویل چي هلمند اوس یو امن ولایت دی او دده په وینا د زده کړی په برخه کې هر ډول زمینه مساعده ده.

همدارنګه نوموړي له یاد بنسټ څخه وغوښتل تر څو دوې خپل فعالیتونه تر ولسوالیو وغځوي.

دغه راز نوموړي یاد بنسټ ته په علمي برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

پر همدي حال د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت خاص استازي ډاکټر سمیع الله سعید علم او پوهه د یو هیواد د پرمختګ لپاره مهم څیزونه یاد کړل او له دې بنست څخه يې د خپلو پروګرامونو د لاپراختیا غوښتنه وکړل.

د افغان ترک معارف ښوونیز مرکز مدیر محمد ذکي شیواني وايي چی دوي اوس د انګلیسي او ترکي ژبو فعال کلاسونه لري او غواړي په راتلونکي کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او نوموړی وايي دوي په دې ښوویز مرکز کې د پرمختللي ټکنالوجي په مرسته زده کوونکي روزي.

یاد ښونیز مرکز په هلمند ولایت کې په داسې مهال کې پرانیستل کېږي چې د دې ولایت ډیری خلک د جګړو او د ښونیزو بنسټونو د نشتون له امله له زدکړو بې برخې پاتې شوي دي