په هلمند کې د چرګانو فارمونه معیاري کېږي
په هلمند کې د چرګانو فارمونو د معیاري کولو هڅې پیل شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دي چې په هلمند ولایت کې یې د چرګانو هغو ۱۰۰ فارمونو ته د رسمي جوازونو د ورکولو لړۍ پيل کړې ده چې له ارزونې وروسته یې د دوی شرایط پوره کړي وو.
په خبرپاڼې کې د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ لیکل شوي دي، چې تر دې مهاله ۷۲ فارمونه د مالدارۍ او حیواني روغتیا سره چې ځانګړي شرایط یې پوره کړي، ثبت شوي او د نورو د ثبت لړۍ هم روانه ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي دي، هڅه کوي چې د چرګانو فارمونو په معیاري کولو سره د چرګانو کورني تولیدات پیاوړي کړي چې په دې سره به د ممنوعه غوښینو چرګانو د واردولو مخه ونیول شي او د ځایي کاروباریانو لپاره به د کار فرصتونه هم برابر شي.