هلمند کي ږغ راډيو خپله نهمه کلیزه ولمانځل!

Sep 11, 2022 - 20:09
Dec 10, 2022 - 15:22
 13
هلمند کي ږغ راډيو خپله نهمه کلیزه ولمانځل!

پرون یک شنبه د ۱۴۰۱ هـ ش کال د سنبلي یا وږي نولسمه هلمند کي ږغ راډيو د خپل نهه کلن مزل نهمه کلیزه د یولړ شاندارو مراسیمو په ترڅ کي ولمانځل چي یادو مراسیمو کي د سیمه ایزو رسنیو مسولینو،ازادو خبریالانو،د بیلابیلو ادارو استازو او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړې وو.

د کلیزي د لمانځني  په مراسیمو کې د ږغ راډیو مسول عبدالرشید هلمند وویل: موږ ولسونو ته بغیر د کوم امتیاز څخه خدمات وړاندی کړیدی او خپله پوره هڅه کوو چي دا لړۍ دومداره وساتوو، نوموړي د وینا پر مهال وویل همدا رسنۍ ده چې ځوانان یې تر لوړو موقفونو رسولی دی او ټولنه یې ښه لوري ته برابر کړې ده .

هلمند کې د خبریالانو د اتحادې مسول نعمت الله همت وویل، چي  رسنۍ ته هر څوک اړتیا لری که چیری لویه پروژه هم وغواړی چی فکری پوهه، ټولنیز ژوند او دینی تعلیمات تر کورونو ورسوی ډیر مالی لګښت به ولری خو رسنۍ یې یوازینۍ لار کیدای سی چی په کم لګښت او نه امتیاز سره یې تر کورونو پوهاوي او معلومات رسولي ډي . 

د سیمه ایزو رسنیو په استازیتوب د سکون راډیو مسول حافظ احمد نصرت وویل: چي  خبریال د ولس له منځه د دولس د دردونو مرحم کیدای سی او هلمند کې مخکې ۱۲ رسنیو فعالیت درلود خو له بده مرغه اوسمهال هلمند کې ۴ رسنۍ پاتی دی او خپل فعالیت کوی .

ښاغلی نصرت زیاته کړه:  پخوا هلمند په تصویري برخه کي  تلویزیونونه هم درلودل خو له بده مرغه  اوس یې نشرات نسته او د مالي امکانات د نشتون له کبله یې تړل سوي دي.

نصرت له مسولینو او اړوندو بنسټونو چي د  رسینو د ملاتړ برخه کي کارکوي غوښتنه وکړل چي د رسینو اوسنۍ وضیعت درک کړې او دې برخه کي خپلي مرستي ونه سپيموي او همدا شان یې له خلکو هم غوښتنه وکړل چي خبریالان او رسنۍ خپلی وګڼي او ملاتړ یې وکړې.

غونډه کي دهلمند د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتو د برخي مسول عبدالواحد حقانی وویل: خبریالان باید هغه څه تر سره کړی چی د ولس ورباندی حق وی مخکې خبریالان ډیری ستونزی درلودی ځکه حالات ښه نه وه خو اوس موږ په پوره ډاډ د ټولو خبریالانو سره په هرې برخی کې همکاری کوو او کړې مو ده.

هلمند کي داسي مهال ږغ راډيو خپله نهه کلیزه لمانځي چي افغانستان کي د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله تر دوه سوه  پنځوس زیاتي محلي رسنۍ تړل سوي او سلګونه خبریالان بي دندي سوي او یو شمیر یې له هیواد بهر وتلو ته اړ سوي دي.

محمد اسماعیل وفا 

سکون راډیو