په ګرشک ولسوالۍ کې د دوه بابه ښوونځیو پرانیستنه وسوه.

په ګرشک ولسوالۍ کي دوه ښوونځي پرانیستل سوه
تېره ورځ د هلمند ګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز کې د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ او د ا.ا.ا په همکارۍ دوه ښوونځي پرانیستل سوه.
د یادو ښوونځيو څخه یو یې په ریګن مانده او بل یې د ګُورې سره موقعیت لري، چي هر ښوونځی پنځه تنه استادان او شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي لري.
د یادوني وړ ده چي د یادو ښوونځیو استادانو ته د معاشونو د ورکړي سیسټم هم جوړ سوی دی.
سکون راډیو