نوي تعلیمي کال کې د نجونو او ښځو پر مخ د تعلیمي مرکزونو پر پرانیستلو د یوناما ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په را روان تعلیمي کال کې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پر خلاصولو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل سوې یوه میاشت وروسته په افغانستان کې ۱۴۰۲ نوی تعلیمي کال پیل سي.
یوناما د سې شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي په داسې حال کې چې یوه میاشت وروسته به په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل سی، خو په خبره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به لا د نجونو او ښځو پر مخ بندې وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ زیاته کړې: "په یوه میاشت کې به په ټول افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نوي تعلیمي کال لپاره پرانیستل سي، خو د اوسني تصمیم پراساس به د میلیونونو نجونو او ښځو پر وړاندې بندې وي.دا عمل له بشري حقونو سرغړونه او ځان ته زیان رسول دي."
یوناما له واکمنو چارواکو غوښتي چې همدا اوس د ژوند خوندي کولو، معیشت ښه کیدو او راتلونکي لپاره لاس په کار سي.
د ا.ا.ا د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امرثاني پورې بندل کړل.
د پوهنې وزارت هغه ویلي و چې دوی د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه پر یوې هر اړخیزې طرحې او یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم د یادې طرحې بشپړېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.
په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو په دوام د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې.
د لوړو زده کړو وزارت همدارنګه تېره جنوري میاشت کې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې تر «امرثاني» پورې د ګډون اجازه ورنکړي.
د لوړ زده کړو وزارت دغه پرېکړو زیات غبرګونونه پارولي او د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو، نړیوالې ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو پر خلاصولو باندې ټینګار کړی دی.
د یادو غبرګونونو په دوام د بې پولې ډاکترانو ټولنې تازه د ایکزیټ دولتي ازموینه کې د نجونو پر نه ګډون انتقاد کړی دی.
د ایکزیټ دولتي ازموینه چې روانه اونۍ کابل کې واخیستل سول ویل کیږي چې نجونو ته په دغه ازموینه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل سوې.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي د ښځینه ډاکترانو نشتوالی چې لا مخکې په دغه هیواد کې له جدي ستونزو څخه و د اګزیټ په ازموینه کې نجونو ته د اجازې نه ورکول به دغه ستونزه لا پراخه کړي.
یادې ټولنې ا.ا.ا څخه غوښتي چې له نجونو څخه د ایګزیټ ازموینې اخیستلو لپاره یوه نوې نېټه وټاکي.
تر دا مهال د ازموینو ملي ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي.
سکون راډیو