پاکستان کې د کورونا وېروس نوې څپه؛ اسفند يار ولي خان هم پر کورونا اخته شوی

Mar 15, 2021 - 00:00
 13

پښتون ملتپال او د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د کورونا معاينې پايله مثبته ختلې ده.

د نوموړي زوی او د عوامي نشنل ګوند د خيبر پښتونخوا ايالت مشر ايمل ولي خان وايي، پلار يې پر کوويډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوی او اوس يې په خپل کور (ولي باغ) کې ځان قرنطين کړی دی.

ایمل ولي خان له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، د اسفنديار ولي خان روغتيايي وضعيت ښه دی او تراوسه يې په کور کې درملنه روانه ده.

د عوامي نشنل ګوند يو مشر او د خيبرپښتونخوا پخواني اعلی وزير امير حيدر خان هوتي پر ټوېټر ليکلي، "اسفند يار ولي خان له تېرو څلورو پنځو وروځو راهيسې ناروغ و او اوس يې حالت ښه شوی دی".

اسفندیار

اسفنديار ولي خان چې له وړاندې ناروغ و، له څه مودې راهيسې يې سياسي فعاليتونه هم محدود کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د کورونا وبا درېیمې څپې زور اخیستی،‌ چې ورسره چارواکو په هېواد کې د یو شمېر ښارونو د تړلو اعلان هم کړی دی.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ځايي چارواکو په خبره یوازې نن ورځ هلته تر ۱۶۰۰ زیات کسان له کوويډ۱۹ ناروغۍ اغېزمن شوي دي. د کوويډ۱۹ په مثبتو پېښو کې د زیاتوالی له امله چارواکو د لاهور او راولپينډۍ په ګډون اووه ښارونه تړلي دي.

د پنجاب ایالتي چارواکو په خبره هلته له تېر جون میاشتې راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې مثبتې‌ پېښې ثبت شوې، چې د دوی په خبره همدا په دغه هېواد کې د کورونا درېیمه څپه ده.

مسکو

د جان هاپکنس پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له ۶۰۰ زره زياتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له ۱۳ زره زياتو کسانو ترې خپل ژوند بايللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې په پاکستان کې د کورونا ضد واکسين پرواګرام هم پیل شوی چې په لومړی سر کې روغتيايي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې عمرونه يې زيات دي ورکول کېږي.