کرېکټ: افغانستان په شپږو وېکټو له زمبابوې ټسټ لوبه وکټله

Mar 15, 2021 - 02:56
 39

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبو دويمه لوبه افغانستان په شپږو وېکټو وګټله.

د متحدو عرب اماراتو ابوظبۍ کې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټېسټ سیالۍ پر پنځمه او وروستۍ ورځ، افغانستان ته د بریا لپاره ۱۰۸ منډو هدف ورکړل شوی و، چې افغانستان په ۲۷ اوور کې د يوازې څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د زمبابوې ملي لوبډلې چې لومړۍ پاڼۍ کې پر ۲۸۷ منډو سوځېدلې وه، دویمه پاڼۍ کې ۳۶۵ منډې وکړې.

افغانستان لومړۍ پاڼۍ کې خپله لوبه په ۵۴۵ منډو درولې وه.

د زمبابوې دویمه پاڼۍ کې راشد خان ۷، سید شیرزاد، امیر حمزه هوتک او جاوید احمدي یو یو لوبغاړی وسوځول.

زمبابوې لپاره دویمه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې (۱۵۱) منډې 'شان وېلیامز' وکړې او ترپایه ونه سوځېد.

کرېکټ

افغانستان لپاره د زمبابوې لومړۍ پاڼۍ کې هم راشد خان ۴، امیر حمزه هوتک ۳ او سید شیرزاد ۲ لوبغاړي سوځولي وو.

د افغانستان لومړۍ پاڼۍ کې حشمت الله شهیدي ۲۰۰ او لوبډلمشر اصغر افغان ۱۶۴ منډې کړې وې. شهیدي لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د افغانستان لپاره د یوه رسمي ټېسټ په یوه پاڼۍ کې دوه سلیزې کوي او له دې سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د حشمت الله شهیدي او اصغر افغان ترمنځ د ۳۲۷ منډو ملګرتیا هم تر اوسه افغانستان لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا ده.

د افغانستان لومړۍ پاڼۍ کې ابراهیم ځدراڼ هم ۷۲ او ناصر جمال ۵۵ منډې کړې وې. یاده دې وي چې زمبابوۍ د دې لوبلړۍ لومړۍ ټیسټ لوبه له افغانستان په لس وېکټو ګټلې وه.

افغانستان او زمبابوې تر دې ټیسټ وروسته درې شل اوریزې لوبې هم لري. دا لوبې به هم د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه ۱۹مه او ۲۰مه متحدو عرب اماراتو کې وشي.