افغانستان کې صرافانو کار بندیز پای ته ورساوه

د افغانستان د صرافانو ټولنې بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، په ټول افغانستان کې یې نن خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي او کار بندیز یې پای ته رسولی دی.
صرافانو پرون د اعتراض په ډول ویلي وو، تر هغې چې ا ا ا دوی ته د کاري جواز ورکولو برخه کې خپل شرطونه نرم نه کړي او دواړه خواوې یوې هوکړې ته نه وي رسېدلې، دوی به خپل دفترونه بند ساتي او فعالیتونه به نه ترسره کوي.
کابل کې د صرافانو د اتحایې غړي محمد یوسف بي بي سي ته وویل: " تېره شپه موږ د اقتصادي کمیسیون له چارواکو سره ناسته لرله، او موږ سره یې ژمنه وکړه چې د دې ستونزې د اواري لپاره به کمیټه جوړېږي."
ښاغلی یوسف وايي ا ا ا د تېرې شپې په ناسته کې ورته ویلي: " په شرایطو کې به نرمښت راولي او له همدې امله نن په ټول افغانستان کې صرافۍ پرانیستل شوې".
تر اوسه روښانه نه ده چې د ا ا ا له لوري ژمنه شوې کمېټه به څه وخت جوړېږي خو صرافانو بي بي سي ته ویلي تمه لري یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.
یعني د تېرو دوو ورځو پرتله دوې افغانۍ د ډالرو په بیه کې زیاتوالي راغلی دی.
د افغانستان بانک چارواکو ویلي وو په ټول افغانستان کې صرافۍ او د پولي خدمتونو مرکزونه پرانیستي او د یو شمېر کسانو له خوا د صرافیو بندیدل یې د هغوی شخصي ستونزه بللې وه.
افغانستان کې د ا ا ا د چارسمبالي حکومت د وروستۍ طرحي له مخې د صرافۍ لپاره د نوي جواز اخیستلو شرایط دا دي چې پنځه میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه د افغانستان بانک ته ورکړي او د کار وبار لپاره باید ۵۰ میلیون افغانۍ ولري.