د پاکستان اقتصاد؛ کلداره په ریکارډ کچه لوېدلې، خلک غنمو او تېلو ته اندېښمن دي

May 16, 2022 - 20:24
 12
د پاکستان اقتصاد؛ کلداره په ریکارډ کچه لوېدلې، خلک غنمو او تېلو ته اندېښمن دي

په پاکستان کې له روانو سیاسي ناندریو سره د دغه هېواد اقتصادي نظام هم کاواکه دی او روپۍ یې د ډالرو پر وړاندې خپل زور او ارزښت بایللی دی. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې کلداره د تېرې اوونۍ پرتله لا مخ پر ځوړ روانه ده او یو امریکايي ډالر اوس ۱۹۴ بدلېږي. دا د پاکستان په تاریخ کې د کلدارې تر ټولو بایللی ارزښت ښيي.

تېره اوونۍ یو ډالر په ۱۹۲.۵۳ کلدارې بدلېده خو اوس ۱۹۴ بدلېږي، چې د تېرې جمعې پرتله ۱.۴۷ زیاتوالی ښيي.

په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګ سره په ټوله کې د کلدارې پر وړاندې د ډالر بیه ۱۱.۷ روپۍ لوړه شوې ده. د کلدارې د ارزښت له ټيټېدو سره پر پاکستان د نړېوالو پور هم زیات شوی دی.

له تېرې اپرېل میاشتې له ۱۱ نېټې راهیسې پر دغه هېواد د بهرني پور کچه ۱۴۰۰ میلیارد کلدارو ته لوړه شوې ده.‌

د ونډو بازار شنوونکي وايي، د تېلي تولیداتو په بیو کې د سمون نه راوستلو له کبله د پيسو نړېوال صندوق سره د پاکستان خبرې بریالی نه ښکاري ځکه چې د تېلو نړېواله اداره پر دې برخې سبسایډي پای ته رسول غواړي.

د پاکستان د صرافیو ټولنې مشر ظرف پراچه د ډالر پر وړاندې د کلدارې د ټيټېدو په اړه وویل، "پر هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو ډېر فشار دی، همدا راز د وارداتو د لګښت پرې کول او په قسطونو د پورونو پرې کول هم اغېز لري او بله خبره دا چې له بهره د ډالر راتګ هم درېدلی دی".

ښاغلی پراچه همدا راز وايي،‌ چې پاکستان د پیسو نړېوال صندوق له لوري مرسته تر لاسه نشوه کړای او نه هم له سعودي عربستان او نورو هېوادونو سره د مالي مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې کوم پرمختګ شوی چې د ده په خبره، د پاکستان اقتصادي وضعیت یې کاواکه کړی دی.