د قزاقستان پولیسو د ازادې اروپا/ازادي راډیو یو خبریال نیولی

Jan 5, 2022 - 15:51
 6
د قزاقستان پولیسو د ازادې اروپا/ازادي راډیو یو خبریال نیولی

د قزاقستان پولیسو د ازادې اروپا/ازادي راډیو دوهم خبریال چې هلته یې د اعتراضونه راپور چمتو کاوه، نیولی دی.

پولیسو د ازادي راډیو د قزاقي څانګې ایډیټر دارخان اومیربیکوف پرون په پلازمېنه نورسلطان کې ونیو.

څو ساعته مخکې تر دې پولیسو په قزاقستان کې د ازادي راډیو د سیمه ییز دفتر مشر قسیم مانژول د لنډې مودې په مخه توقیف کړی و.

مانژول د هغو اعتراضونو فلم اخېست چې د انرژي د بیو د لوړېدو پرضد جوړ سوی و.

د قزاقستان په لویدیځ کې څلور ورځې مخکې وروسته تردې اعتراضونه پیل سول چې د طبیعي ګازو بیې زیاتې سوې او بیا دا مظاهرې نورې ښارونو ته خپرې سوې.