جنوبي کوریا د ایران د کنګل سوېو شتمنیو په خاطر خبرې پیلوي

Jan 5, 2022 - 15:48
 6
جنوبي کوریا د ایران د کنګل سوېو شتمنیو په خاطر خبرې پیلوي

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې روانه اوونۍ به په دغه هېواد کې د ایران د کنګل سوېو شتمنیو په خاطر خبرې پیل کړي.

ویل کېږي چې د دې خبرو لپاره به د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال چوی جونګ ویانا ته ولاړ سي، څو هلته د ایران او د نړۍ د پياوړیو قدرتونو له استازیو سره چې د ایران د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو په خبرو بوخت دي، مذاکرات وکړي.

د ایران او د امریکا د متحد ایالاتونو ترمنځ د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره د دوشنبې په ورځ د غیرمستقیم خبرو بل پړاو پیل سو.

هغه ډپلوماټان چې په دې خبرو کې برخمن دي، هیلمن دي چې د جنوري تر پایه یا د فبروري تر لومړیو به په خپرو کې پرمختګ وسي، خو ویل کېږي چې لا هم یو شمېر اختلافات په خپل ځای دي.

پر تهران د واشنګټن د بندیزونو په خاطر یو شمېر هېوادونو د ایران شتمنۍ کنګل کړې دي چې په دې لړ کې جنوبي کوریا د ایران اووه میلیارډه ډالر ګرځولي دي.