اوکراین: روسیې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی

Jan 22, 2022 - 14:19
 11
اوکراین: روسیې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی

د اوکراین پوځي استخبارات وايي، روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی دی.

د دې استخباراتي ادارې په وینا په عین حال کې په روسیه کې د اجیرانو فعاله ګمارنه چټکه سوې ده.

د اوکراین پوځي استخباراتو پرون د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي، په وروستیو اوونیو کې له روسیې تر ۷۰۰۰ ټُنه سونګ توکي، ټانکونه، توپونه او نور پوځي تجهیزات اوکراین ته لېږدول سوي دي.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې په جګړه کې خپل پوځي دخالت رد کړی دی، خو بیا هم قانع کوونکي شواهد سته چې ښيي، په ۲۰۱۴م کال کې د جګړې له پیله روسیې د اوکراین د لوهانسک او دونیڅک په هغو ساحو کې چې د بېلتونپانو په ولکه کې دي، د دوی پوځي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ کړی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو اعلامیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې د جګړې لپاره روسیې د اجیرانو د ګمارنې هڅې هم پراخې کړي دي.