سپینه ماڼۍ: پاکستان کې هېڅ یو سیاسي ګوند ته پر بل ترجېح نه ورکوو

Apr 12, 2022 - 13:09
 2
سپینه ماڼۍ: پاکستان کې هېڅ یو سیاسي ګوند ته پر بل ترجېح نه ورکوو

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د پاکستان سیاسي ګوندونو تر منځ یوه ته پر بل ترجېح نه ورکوي.

په پاکستان کې دواکمنۍ بدلون په تړاو یوې پوښتنې ته په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل : ''موږ پاکستان کې په سوله ییز ډول له اساسي قانون سره سم د ولسواکۍ اصول تاییدو او هېڅ یوه سیاسي ګوند ته پر بل ترجېح نه ورکوو. ''

د یادونې ده، چې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان تور پورې کړی، چې اپوزېسیون ګوندونو د یوې داسې دسیسې په ترڅ کې د ده پر ضد د نه باور رایې تحریک پارلمان ته وړاندې کړ، چې په وینا یې جرړې یې په بهر کې وي.

نوموړي په یوه وینا کې په ښکاره د امریکا نوم هم یاد کړ، چې ګواکې د ده په بیواکه کولو کې یې لاس درلود، خو بیا یې ژر وویل، چې هدف یې امریکا نه وه، په تېروتنه یې دا نوم واخیست.

بل لور اغلې ساکي پر دوشنبه په پاکستان کې د حکومت بدلون په مناسبت یوې خبري غونډې ته وویل: ''موږ د قانون حاکمیت او مساواتو پر بنسټ ولاړ انصاف پلویتوب کوو او له پاکستان سره د خپلې اوږدمهاله همکارۍ درناوی کوو. ''

نوموړې زیاته کړه: ''یو سوکاله او ولسواک پاکستان د امریکا په ګټه دی او هر څوک چې په واک کې وي، دا واقعیت نه بدلېږي. ''

په راتلونکي کې د پاکستان له نوي لومړي وزیر محمد شهباز شریف سره د امریکا ولسمشر جو بایډن د رابطې په هکله نوموړې وویل، په دې هکله څه ویل به له وخته مخکې خبره وي.

د یادونې ده، چې شهباز شریف تېره ورځ په داسې حال کې د پاکستان دروېشتم لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، چې د لوړې په مراسمو کې یې د پاکستان ولسمشر او پاکستاني پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ګډون نه و کړی.

د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د لوړې له مراسمو لږ مخکې په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر عارف علوي ته د ناروغۍ له کبله ډاکتر د ارام کولو ویلي او د پوځ مشر جنرال باجوه په هکله هم رپوټونو کې ویل شوي چې ناروغ دی، خو د پاکستان پوځ ویاند په دې هکله رسماً څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره رایه اچونه ترسره شوه.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند غړو له رایې اچونې وړاندې له پارلمانه ډله ییزه استعفا وکړه او د لومړي وزارت لپاره د دې ګوند نوماند شاه محمود قریشي هم له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو.

خو د رایې اچونې بهیر بیا هم ترسره شو او محمد ميا شهباز شریف د ۱۷۴ رايو په تر لاسه کولو سره د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.