په مرکزي سومالیا کې د غبرګو چاودنو له کبله ۹ کسان وژل شوي

د مرکزي سومالیا په یوه ښارګوټي کې نن په دوو پرلپسې موټر بم چاودنو کې لږترلږه ۹ کسان وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
سیمه ییز چارواکي د برید پړه پر القاعده پورې تړلې الشباب ترهګرې ډلې اچوي.
دا پېښه په هیران نومي سیمه کې رامنځته شوې.
دغلته حکومت څو میاشتې وړاندې د الشباب ضد پراخ عملیات پیل کړي وو.
د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد د ټولو هغو اسلامپالو ډلو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی دی چې د ۱۵ کلونو راهیسې د حکومت پر ضد بغاوت کوي.