د کریمیا په ټاپوزمه کې د چاودنو راپورونه خپاره سوي

Jan 4, 2023 - 19:29
 7
د کریمیا په ټاپوزمه کې د چاودنو راپورونه خپاره سوي

د کریمیا په ټاپوزمه کې د روسیې په پوځي هوایي ډګر بیلبیک کې نن د چاودنو راپورونه ورکړل سوي دي.

د روسیې یوه پوځي چارواکي وویل چې روسي ځواکونو دوه ډرون الوتکې نسکورې کړې دي.

بیلبیک هوایي ډګر د روسیې د ۳۸ جنګي الوتکو کور دی.

په کریمیا ټاپوزمه کې د روسیې ګمارلی مشر سرګي اکسینوف وایي چې په سیمه کې اصلي ګواښ د بې پيلوټه الوتکو دی.

کریما ټاپوزمه د اوکراین خاوره ده چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.