په قزاقستان کې د واورو ورېدو له کبله ۱۲۷ لویې لارې تړل سوي

Jan 4, 2023 - 19:26
 6
په قزاقستان کې د واورو ورېدو له کبله ۱۲۷ لویې لارې تړل سوي
په روانو توپانونو کې په لویو لارو کې د بند پاتې شویو موټر چلوونکو د موندلو او مرستې لپاره ځانګړي ژغورونکي ټیمونه جوړ سوي.

د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت نن وویل، د سختو واورو ورېدو له امله اړ سوي چې په ټول هېواد کې ۱۲۷ لويې لارې وتړي.

د دې وزارت په وینا، په روانو توپانونو کې په لویو لارو کې د بند پاتې سویو موټر چلوونکو د موندلو او مرستې لپاره ځانګړي ژغورونکي ټیمونه جوړ سوي.

د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ تراوسه دې ټیمونو د قزاستان په بېلابېلو سیمو کې ۶۹۱کسان ژغورلي چې ۱۳۷ تنه يې ماشومان دي او د ژغورنې چارې لا هم دوام لري