هند کې دوو خویندو له یو سړي سره واده کړی.

Dec 6, 2022 - 11:41
 13
هند کې دوو خویندو له یو سړي سره واده کړی.

د هند مهاراشترا ایالت په سولاپور ولسوالۍ کې دوو خویندو له یوه سړي سره واده کړی دی.‌ دوی وايي دواړې ګډې رالویې شوې او غواړي پاتې ژوند هم یوځای تېر کړي.

رینکي او پنکي په ممبۍ کې د معلوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې کار کوي چې د سیمه ییزو پولیسو په وینا، دواړو خویندو ماشومتوب کې پرېکړه کړې وه چې دواړې به له یوه سړي سره واده کوي او یوه کور ته به یې ډولۍ ځي.

زوم اتل د سفر او ټیکټونو یوه اداره کې کار کوي. دا واده اوس لانجمن سوی دی.

سکون راډیو