روسیې د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

Feb 26, 2022 - 16:35
 3
روسیې د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک د جمعې په ورځ ویټو کړ چې په کې پر اوکراین د دغه هېواد برید غندل سوی و.

وار له مخه داسې اټکل کېده چې دا پرېکړه لیک به تصویب نه سي ځکه چې روسیه د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ویټو حق لري.

د ملګرو ملتونو یو سل او درې نوي غړي کولی سي چې وروسته بیا هم دا پرېکړه لیک وارزوي.

د امنیت شورا له پنځلس غړیو هېوادونو ۱۱ دې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، خو د چین، هند او متحد عربي اماراتو استازیو ممتنع رایه وکاروله.

دا پرېکړه لیک د امریکا د متحد ایالاتونو او البانیا له لورې وړاندې سوی و.