روسیې پر ۷ بریتانوي وګړو بندیز ولګاوه

Dec 18, 2021 - 18:32
 16
روسیې پر ۷ بریتانوي وګړو بندیز ولګاوه

روسیې پر اووه تنه بریتانوي وګړو بندیز ولګاوه چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

مسکو دا پرېکړه د لندن له لوري د لګېدلو بندیزونو په ځواب کې کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، د بریتانیا دغو غړیو له نژدې د روسیې پرضد په فعالیتونو کې برخه لرله.

لندن په دوه زره شلم کال کې د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د مسمومیت د قضیې په تړاو، پر اوو کسانو چې ادعا کېده د روسیې د امنتیي ادارې غړي دي، بریتانیا ته په ورتګ بندیز ولګاوه.

د ادعاوو له مخې دغو کسانو ناوالني ته د زهرو د ورکولو په قضیه کې لاس درلود.

مسکو په دې پيښه کې هر راز لاس لرل رد کړي دي.