اسراییلي پوځیانو د فلسطین په مقبوضه سیمو کې د عملیاتو پرمهال د یوې ښځې په ګډون نهه فلسطینیان وژلي دي.

Jan 27, 2023 - 18:03
 2
اسراییلي پوځیانو د فلسطین په مقبوضه سیمو کې د عملیاتو پرمهال د یوې ښځې په ګډون نهه فلسطینیان وژلي دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې اسرایيلي ځواکونو دغه پوځي عملیات د لوېدیځې نیول سوې یا تر نیواک لاندې غاړې په جنین ښار کې ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې پوځي عملیات وروسته له هغې سوي چې د دوی په وینا د وسله والو د یوه لوی برید مخه ونیسي.
سرچینو ویلي چې په دې عملیاتو کې ۹ تنه فلسطینیان وژل سوي، او په وژل سویو کسانو کې یوه د پاخه عمر لرونکې ښځه هم سته.
سکون راډیو