د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفارت شارژدافئیر احضار کړی

Apr 12, 2022 - 13:06
 7
د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفارت شارژدافئیر احضار کړی

د ایران بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت شارژدافئیر احضار کړی دی. تېره ورځ په کابل او هرات کې د ایران پر سفارت او کونسلګرۍ بریدونه د دې چارې لامل بلل شوی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې بریدونو له کبله په افغانستان کې د ایران استازولیو ځینې کونسلي برخو فعالیت په ټپه درولی.

له دې مخکې هم د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په افغانستان کې د ایران استازولیو امنیت تضمین غوښتنه کړې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې هکله ویلي: ''د افغانستان په هرات او نورو ښارونو کې باید د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت او استازولیو لپاره په خوندي چاپیریال کې د فعالیت زمینه برابره شي او امنیت یې په بشپړ ډول خوندي ساتل شي. ''

بل لور په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي، معترضین لیدل کېږي چې د ا ا ا له "هوايي ډزو" وروسته تیت او پرک شول.

د یادونې ده چې په دا وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ویډيي کلیپونه خپاره شوي، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ځینې کسانو "زور زیاتی" ښيي.

په خواله رسنیو کې دې ویډیويي کلیپونو ته په پراخه کچه غبرګونونه څرګند شوي دی.

ایراني چارواکي وايي، دا ویډیويي کلیپونه په ایران پورې تړاو نه لري او د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په خبره: ''د ایران په هکله د وېرې یا افغانستان په هکله د وېرې رامنځته کولو '' لپاره دا ډول تصویرونه خپرېږي.

تېره ورځ پلازمېنه کابل کې هم د ایران سفارت مخې ته احتجاجي غونډه وشوه.

د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ''د ناوړه چلن '' په تړاو د ویډیويي کلیپونو ارزونه وکړي.

له دې مخکې کابل کې د ایران سفیر بهادر امنینیان په یوه مرکه کې ویلي و: ''غواړم خبرداری ورکړم چې یوه فتنه او دسیسه روانه ده '' چې د ده په وینا په افغانستان او ایران کې د نامناسب وضعیت رامنځته کولو هڅې کېږي.

تېره پنجشنبه اونۍ دې لړ کې د ا ا ا بهرنیو چارو وزارت مسوولینو وویل په دغه وزارت کې یې د ایران سفارت له مسوولینو سره لیدلي او ايران کې يې له افغان کډوالو سره "د دغه هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو" په ناسم چلند خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې په وټس اپ او ټیلګرام خواله رسنیو کې ځینې ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېږي، چې د ادعا له مخې په ایران کې یو شمېر افغانان په فزیکي ډول ځورول کېږي او کنځل کېږي.

بي بي سي ته هم داسې ځینې ویډیويي کلیپونه استول شوي او ایران مېشتو افغانانو له دې ویډیويي کلیپونو سره د خپل امنیت په هکله اندېښنه ښوولې، خو بي بي سي نه ده توانېدلې د ثبت کېدو کره نېټه یې تایید کړي.