ا ا ا د کابل- کندهار د لویې لارې د بیا رغونې د پیل خبر ورکوي

Sep 18, 2022 - 20:16
 9
ا ا ا   د کابل- کندهار د لویې لارې د بیا رغونې د پیل خبر ورکوي

د ټولګټو چارو وزارت د کابل- کندهار د لویې لارې د بیا رغونې د پیل خبر ورکوي.

د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون پر خپله رسمي ټویټر پاڼه دا خبر خپور کړی او وايي چې د کابل کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې د میدان وردګو ولایت له دراني بازار څخه د غزني تر مرکزه پورې پرون د وږي په ۲۶مه پیل شوې.

د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا اتیا کیلومتر سړک د ۴۰۰ میلیون افغانیو په لګښت رغول کېږي او چارې به یې په ۹ میاشتو کې بشپړې شي.

د کابل کندهار لویه لاره د پخواني حکومت پرضد د ا ا ا د جګړو پرمهال د سړک د غاړې بمونو، موټربمونو او بمباریو له کبله ډېره زیانمنه شوې ده.