د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

Dec 7, 2021 - 15:38
 4
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

طالبانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی چې د دوی استازی یې دې سازمان ته نه دی منلی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ویلي: "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ داسې چاته ورکول چې هغه د افغانستان د خلکو او حکومت نماینده نه وي، بې انصافي ده."

وثیق پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ملګري ملتونه باید له معقولیت نه کار واخلي او په دې اړه له سره غور وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون دوشنبه د یوه پرېکړه لیک له مخې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي منل شاته وغورځول.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د عمومي اسامبلۍ رییس عبدالله شهید اعلان وکړ چې دغه پرېکړه لیک له رای ګېرۍ پرته د عمومي اجماع پراساس تصویب شو.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ کسیزې عمومي اسامبلۍ دا پرېکړه دا معنا لري چې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاق زی به خپلې دندې ته دوام ورکوي.