د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشره ارمنستان ته ورسېده

Sep 18, 2022 - 17:10
 4
د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشره ارمنستان ته ورسېده

د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشره ننسي پلوسي نن یکشنبه د ارمنستان پلازمېنې ایروان ته ورسېده.

په ایروان کې د امریکا سفارت وویل، دا د قفقاز د سیمې دې هېواد ته د مېرمن پلوسي لومړنی سفر دی او همداراز له کله چې ارمنستان له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړې، دغه هېواد ته د امریکا د یوې تر ټولو جګپوړې چارواکي سفر دی.

د امریکا د استازو جرګې مشره وروسته له دې ارمنستان ته سفر کوي چې په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد او اذربایجان ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او تر ۲۰۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

اغلې پلوسي ایروان ته له رسېدو وروسته د عثماني دورې د ډله ییزو وژنو د قربانیانو درنښت وکړ.