هلمند کې د وطنې تولیداتو د ملاتړ په موخه د جوس د تولیداتو پروګرام نندارې ته وړاندې سو.

Sep 18, 2022 - 15:14
 10
هلمند کې د وطنې تولیداتو د ملاتړ په موخه د جوس د تولیداتو پروګرام نندارې ته وړاندې سو.

پرون شنبه د ۱۴۰۱هـ - ش کال د سنبلې د میاشتی ۲۶مه نیټه بست پوهنتون کې د وطنی تولیداتو د ملاتړ په موخه د جوس د تولیداتو د ملاتړ پروګرام نندارې ته داسی مهال  وړاندی کړ چی پدې پروګرام کې د بست پوهنتون مؤسس احمد جان پوپل، د لوړو زده کړو ادارې مرستیال حافظ مولوی محمد حامد حسیب ، هلمند کې دلوړو زده کړو  وزارت استازۍ سمیع الله سعید ، د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو ګډون درلود چی د پروګرام موخه د وطن زراعتی تولیداتو څخه ملاتړ وو.

 

غونډه کې د بست پوهنتون مؤسس احمد جان پوپل وویل: اقتصاد جوړونه یوازی د واکمنانو دنده او وظیفه نده،بلکه موږ هم مسؤلیت لرو تر څو د هیواد د اقتصاد پیاوړی کیدو کې ونډه واخلو.

 

د غونډې پرمهال د لوړو زده کړو وزارت ادارې مرستیال حافظ مولوی محمد حامد حسیب وویل : که د داسی پروګرامونو موقع ځوانانو ته برابره سی او پانګوالو ته دا زمینه سازی وسی چی هر څوک د خپلی سرمایې په اندازه سرمایه ګذاری وکړی افغانستان به د نړۍ هیڅ ډول مرستو ته اړتیا ونلري.

 

یاد پروګرام کې د پوهنتون استاد اسدالله آندیال وویل چي د دې نندارتون موخه داده  چې زده کړیالان او ځوانان د خپلو وطنی میوو د تولید برخه کې څنکه پانګونه وکړی.

 

ددې غونډې په لړ کې هغه ځوانان چي ددې نندارتون برخه وال وه سکون راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چي د داسي پروګرامونو او نندارتونونو جوړول خورا اړین دي او غوښتنه یې وکړل چي باید داسي پروګرامونه زیات سي ترڅو ځوانان چي د ټولني د ملا تیر بلل کیږي په ‌ډیرو مسایلو پوه او په راتلوونکي کې د ټولني د خدمت جوګه وګرځي.

 

هلمند چي یو زراعتي ولایت دی او ډيري خلک یې په کرنه او مالداري بوخت دی پکښي د وطني تولیداتو په نوم د نندارتون جوړول يوه ښه هڅه ده دا چي داسي نندارتونو جوړول به د وطني تولیداتو د پیر او پلور په برخه کې څومره اغیزناکه ثابت سي هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړې.