مالیې وزارت: له ګمرکونو څخه تر ټاکلي هدف پورته عواید راټول سوي

مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې د ګمرکونو ریاست له لارې تر ورکړل سوي هدف پورته عواید راټول کړي.
له یاد وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال ګمرکونو ته ۹۶ میلیارده افغانۍ هدف ورکړل سوی و چې د تېر کال په کب میاشت کې پوره سو.
د ډیرو نورو خبرونو لپاره زموږ فیس بوک پاڼه درسره لایک او شیر کړي
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، تېر کال له ګمرکونو څخه په ټولیز ډول ۱۱۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول سوي چې له ټاکل سوي هدف څخه ۵.۸ فیصده لوړ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو عوایدو څخه ۹۴.۲۷ میلیارده افغانۍ له وارداتو، ۱۵.۴ میلیارده افغانۍ له صادارتو او ۲.۰۲ میلیارده افغانۍ له بهرني ټرانزیټ څخه ترلاسه سوي دي.
د سکون یوټیوب چینل درسره سبسکرایب او شیر کړئ
سکون راډیو